کابل طبې علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» د تحصيلي او علمي کچې لوړولو په موخه د ۱۷ نویو کادري بستونو آزموينه واخیسته. دغه آزموينه د کابل طبي علومو پوهنتون بېلابېلو ډیپارټمنټونو لپاره د وړ او متخصصو استادانو د جذبولو په موخه ترسره شوه.
په دغه آزموينه کې د کابل طبي علومو پوهنتون په مختلفو تخصصي برخو کې ۴۰ تنه نوماندانو ګډون درلود.
دغه اقدام د کابل طبي علومو پوهنتون په تدريسي او څېړنیزه برخه کې د غوره استعدادونو د جذبولو لپاره ترسره شو، چې د پوهنتون علمي ادارې د زده کړو او څېړنې په کيفيت کې به ډېره مرسته وکړي.
