د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند میوند تدریسي روغتون د معلوماتو له مخې د تېرو درېیو میاشتو په جریان کې دغه روغتون ۶۹ زره او ۳۰۴ تنه ناروغانو ته روغتیايي خدمات وړاندې کړي دي.
په دغه خدماتو کې سراپا(OPD) معاینات، لوی او واړه جراحي عملیاتونه او د لابراتواري معایناتو، ECH، ECHO او الټراسونډ تشخیصیه خدمات شامل دي.
د یادولو وړ ده چې د یادو خدماتو وړاندې کېدو له امله ۳ میلیونه، ۸۶۲ زره او ۸۳۰ افغانۍ عواید هم راټول شوي دي.
