کابل طبي علومو پوهنتون درېیم مقام ترلاسه کړ

IT_Director
Sat, Dec 06 2025 11:53 AM
کابل طبي علومو پوهنتون درېیم مقام ترلاسه کړ

 کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» د خپلو محصلینو او استادانو د نوښتونو او علمي لاسته راوړنو په وړاندې کولو سره، وتوانېد چې په «افغان روغتیا ملي او نړیوال نندارتون» کې درېیم مقام ترلاسه کړي.

په دې نندارتون کې هغه پرمختللي طبي ماشینونه او تجهیزات چې د طبي انجنیري ټکنالوجۍ ډيپارټمنټ محصلینو طراحي او جوړ کړي وو د لیدونکو، دولتي لوړ پوړو مسوولینو او د روغتیايي سکتور د متخصصانو له پراخ هرکلي سره مخ شول.

د نندارتون په پای کې، د پروګرام ترسره کوونکو د پوهنتون له رهبرۍ او د طبي انجنیري ټکنالوجۍ ډيپارټمنټ له فعال ټيم څخه د ستاینلیک په ورکولو سره رسمي مننه وکړه.

Latest news

BACK TO NEWS