ټولنیزو شبکو څخه د ګټې اخستنې او پر عامه اذهانو د هغه اغېز

د کابل طبي علومو پوهنتون « ابوعلي ابن سینا» اړوند نرسنګ پوهنځي استادانو په همکارۍ د یاد پوهنځي د محصلانو له لوري له « ټولنیزو شبکو څخه د ګټې اخستنې او پر عامه اذهانو د هغه اغېز » تر عنوان لاندې علمي کنفرانس ترسره شو. په دغه کنفرانس کې درې تنه محصلانو د بېلابېلو موضوعاتو په اړه چې په ټولنیزو شبکو کې د ۲۰۲۵ میلادي کال په لړ کې د افغانستان ۰۵/۴ میلیونه کارونکو شمېر څرګندونه، د دغه شبکو مثبت او منفي اړخونه، ارزښت، ګټې او زیانونه، همدارنګه په روغتیايي حوزو کې د ټولیزو شبکو کارونې د ګټو په اړه د قرانکریم، احادیثو او دیني علماوو ليدلوري او نورو مهمو موضوعاتو په اړه معلومات وړاندې کړل.
په یاد کنفرانس کې چې د رهبري هیئت غړیو، استادانو او محصلانو په حضور ترسره شو، د پروګرام ویناوالو هم د علمي او ټولنیزو اړخونو سربېره د ټولنیزو شبکو کارونې د څرنګوالي په اړه خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې د ټولنیزو شبکو کارونې تر څنګ د هغه زیانونو ته پاملرنه او د کارونکو لپاره د اخلاقو مراعات کول ضروري دي.
دغه کنفرانس محصلانو ته زمینه برابره کړه څو د ټولنیزو شبکو سالمې او اغېزمنې کارونې څرنګوالي او په اوسنۍ ټولنه کې د ټولنیزو شبکو رغنده ونډې په اړه لا زیات پوهاوی تر لاسه کړي.