د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان، (Morning Star Development) د "سهار ستوري" له خیریه پراختیایي مؤسسې سره لیدنه او خبرې وکړې

IT_Director
Wed, Jun 25 2025 9:26 AM
شیخ الحدیث مفتی احسان الله ابوالفیضان رئیس پوهنتون علوم طبی کابل با موسسه خیریه انکشافی ستاره صبح (Morning Star Development) دیدار و گفت‌وگو کرد

د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان، (Morning Star Development) د "سهار ستوري" له خیریه پراختیایي مؤسسې سره لیدنه او خبرې وکړې. دغه ناسته د پوهنتون په اړوندو تدریسي روغتونونو کې د مسلکي او روغتیایي کادرونو د ظرفیت لوړونې او د دوه‌اړخیزې همکاریو د ارزونې په موخه جوړه شوې وه.

د پوهنتون رئیس د "سهار ستوري" مؤسسې استازو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، په ښوونه او د اړتیا وړ تجهیزاتو برابرولو په برخه کې پر همکارۍ ټینګار وکړ. نوموړي د افغانستان روان وضعیت او له تېرو کلونو راپاتې زیانونو ته په اشارې سره، په یاده برخه کې د نړیوالو ادارو او خیریه مؤسسو ملاتړ حیاتي وباله.

د "سهار ستوري" مؤسسې استازو هم په دې ناسته کې د خپلو فعالیتونو بنسټیزه موخه د استادانو او روغتیایي کارکوونکیو د پوهاوي او علمي کچې لوړول وښودل او ویې ویل چې دوی هڅه کوي څو د روغتیايي زده کړو په برخه کې ظرفیتونه تقویه شي څو استادانو او کارمندان وکولی شي دغه مهارتونه نورو ته انتقال کړي.

د ناستې په پای کې، دواړو لوریو د روغتیایي کارکوونکیو د ظرفیت لوړونې او تقویت په برخه کې د هر اړخیزو همکاریو پر دوام  ټینګار وکړ.

Latest news

Mon, May 26 2025 11:06 AM
Background image

...

Sheikh al-Hadith Mufti Ihsanullah Abulfaizan, the President of Kabul University of Medical Sciences, met and discussed with a delegation from the World Health Organization (WHO). This. . .

BACK TO NEWS