د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان له سویس هېواد څخه د راغلیو روغتیايي متخصصینو له ټیم سره په کتنه کې په طبي او د روغتیا زده کړو په برخه کې یې د دوی له خدماتو ستاینه وکړه. په دې غونډه کې، چې د پوهنتون مالي او اداري مرستیال

IT_Director
Sun, Apr 20 2025 2:28 PM
شیخ‌الحدیث مفتی احسان‌الله ابوالفیضان رئیس پوهنتون علوم طبی کابل، در دیداری با تیمی از متخصصان صحی کشور سوئیس، از خدمات آنان در عرصه تداوی و آموزش صحی قدردانی کرد. در این دیدار که مولوی عبدالرحمن مرحوم معاون مالی و اداری پوهنتون نیز حضور داشت، دو طرف پیرامون گسترش همکاری‌های آینده بحث و تبادل نظر کردند.

د کابل  طبي علومو پوهنتون رئیس د سویسي ډاکټرانو د هڅو د ستاینې ترڅنګ، د دغه پوهنتون له تدریسي روغتونونو سره د دوی د لیدنو او مرستو د دوام پر ارزښت ټینګار وکړ او د دې ټیم شتون یې اړو ناروغانو ته د روغتیایي خدماتو د ښه کولو په برخه کې خورا اغیزمن وباله.

د سویسي متخصصینو دغه ټیم د اوو ورځو لپاره افغانستان ته سفر وکړ چې په دې موده کې دوی د کابل طبي علومو پوهنتون میوند تدریسي روغتون او د سینې، زړه او رګونو ناروغیو په انسټیټیوټ کې روغتیایي او روزنیز خدمات وړاندې کړل.

د یادونې وړ ده چې  دغه متخصصینو د خپل سفر په پیل کې هم د پوهنتون له رئیس سره لیدلي و.