په میوند تدریسي روغتون کې د MSF موسسې د فعالیت او ستونزو د حل په موخه غونډه جوړه شوه

IT_Director
Wed, Jul 26 2023 9:07 AM
جلسه به منظور حل مشکلات فعالیت موسسه MSF در شفاخانه تدریسی میوند برگزار شد

د کابل طبي علومو پوهنتون مالي او اداري مرستیال مولوي عبدالرحمن مرحوم د میوند تدریسی روغتون له یو شمېر ډاکټرانو سره د MSF موسسې د خدمتونو په اړه چې په دغه روغتون کې د یوه تړون له مخې فعالیت کوي خبرې وکړې او د ډاکټرانو ستونزو یې واورېدلې.

په دې غونډه کې د دغه موسسې حالت او د فعاليت څرنګوالی وڅېړل شو او د دغې ادارې د ستونزو او کارونو د حل په خاطر هر اړخیز بحث وشو.

مولوي مرحوم له هر اړخیزې کتنې او د ډاکټرانو د نظریاتو له اورېدو وروسته ژمنه وکړه، چې د معقول حل له موندلو وروسته به یې د لوړو زده کړو وزارت له مشرتابه سره شریک کړي.
 

Latest news

BACK TO NEWS