د کابل طبي علومو پوهنتون د نشراتو کمېټې میاشتنۍ غونډه د استادانو د څېړنیزو مقالو، تالیف او ژباړې د ارزونې په موخه نن یکشنبه د ۱۴۴۴ هـ ق کال د ربیع الثاني میاشتې په ۲۵ نېټه د اړیکو او عامه پوهاوي آمر صبغت الله سجاد په مشرۍ ترسره شوه.

IT_Director
Mon, Nov 21 2022 8:42 AM
جلسه کمیته نشرات پوهنتون علوم طبی کابل امروز یک شنبه ۲۵ ربیع الثاني ۱۴۴۴هـ ق به منظور ارزیابی مقالات تحقیقی، تالیف و ترجمه اعضای کادر علمی به رهبری صبغت الله سجاد آمر ارتباط و آگاهی عامه تشکیل شد

د نشراتو یاده کمېټه چې په میاشت کې یو ځل ترسره کیږي، غړي یې د نشراتي اړخه او اصولو په نظره کې نیولو سره د پوهنتون د استادانو څېړنیزې مقالې، تالیف او ژباړې مطالعه کوي او د تاید او رد په اړه یې تصمیم نیسي، چې په همدې توګه د اجنډا سره سم په یاده غونډه کې د یو شمېر استادانو علمي آثار تر مطالعې، ارزونې او کتنې وروسته تایید او په اړه یې لازم تصمیمونه ونیول شول.

په نننۍ غونډه کې د کابل طبي علومو پوهنتون د ۱۴۴۴ هـ ق کال د فعالیتونو کتاب او د راهیان ابن سینا مهالنۍ خپرونې په اړه چې له لسو کلنو راهیسې نه ده چاپ شوې د اړیکو او عامه پوهاوي آمر له لوري معلومات وړاندې شول او چمتو شوې لومړی ګڼه خپرونه هم وړاندې شوه، چې تر نظرونو او وړاندیزونو وروسته تایید او د چاپ په اړه یې پرېکړه وشوه.