د علمي کادري بستونو خبرتیا !

IT_Director
Sun, Sep 18 2022 7:21 AM
د علمي کادري بستونو خبرتیا !

کابل طبي علومو پوهنتون د دوهم او ددریم ځل لپاره په لاندې څانګو کې د ۱۴۴۴ هـ ق کال لپاره د دوکتورا، ماسټرۍ او لیسانس په کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري.

 

داوطلبان کولای شي، چې د ۲۰/۲/۱۴۴۴ تر ۳۰/۲/۱۴۴۴ نېټې پورې یاد علمي کادري بستونو ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې ډکې، د نمرو اصل ټرانسکرېپټ، د همدې اعلان کاپي دې د وزارت له وېبپاڼې څخه ترلاسه او د خپلې اصلي تذکرې او کاپي سره دې د کابل طبي علومو پوهنتون د استادانو د انسجام چارو آمریت ته وسپاري.      

  

هیله ده، خبرتیا له نورو ملګرو او دوستانو سره هم شریکه کړﺉ، څو وړ او په شرایطو برابر کسان یادو بستونو ته نوم لیکنه وکړي