د کابل طبي علومو پوهنتون له ٣٠٠ متفرقه هغه محصلانو چې د انګلیسي ژبې د تثبیت سویې آزموینه کې نه وو حاضر شوي نن پنجشبه د روان ١٤٠١ هـ ش کال د سنبلې میاشتې په ۲۴ نېټه د محصلانو د انسجام آمریت له لوري ورڅخه آزموینه واخیستل شوه.

IT_Director
Thu, Sep 15 2022 5:02 PM
سویه

په پلان کې ده چې د محصلانو د انسجام آمریت د شپږو میاشتو لپاره د دغه پوهنتون د محصلانو د انګلیسي ژبې دظرفیت لوړولو او زده کړو په موخه ځانګړي کورسونه جوړ کړي چې په همدې اساس تېره چهارشنبه ورځ چې د سنبلې میاشتې ۱۶ نېټې سره برابره وه له ۱۰۵۰ محصلانو د تثیت سویې آزموینه اخیستل شوې وه، چې نن بیا له هغې پاتې ( متفرقه) محصلانو د انګلیسي ژبې د تثبیت آزموینه په ښه توګه ترسره شوه.

 

د کابل طبي علومو پوهنتون د محصلانو د انسجام آمر ښاغلي عطاالله فیضي په وینا دغه آمریت په راتلونکې کې دې ورته د نورو روزنیزو پرګرامونو جوړولو پلان هم لري.