د کابل طبي علومو پوهنتون د نشراتو کمېټې میاشتنۍ ناسته ترسره شوه

IT_Director
Tue, Jun 14 2022 10:55 AM
د کابل طبي علومو پوهنتون د نشراتو کمېټې میاشتنۍ ناسته ترسره شوه

دوشنبه (۱۴۴۳/۱۱/۱۴)

د نشراتو کمېټې میاشتنۍ ناسته د دې کمېټې د غړو په ګډون د علمي مرستیال پوهاند ډاکټر نجیب الله امرخیل په مشرۍ ترسره شوه.

په دې غونډه کې د اجنډا له مخې، د پوهنتون د استادانو څېړنې، تالیف او ژباړې، وڅېړل شوې او په اړه يې لازم تصميمونه ونيول شول.

علمي مرستیال پوهاند امرخېل د نشراتو کمېټې له غړو وغوښتل چې د استادانو علمي آثارو د ښه والي په موخه باید دقیقې ارزونې او مطالعې ته لا زیاته پاملرنه وکړي.

Latest news

BACK TO NEWS