د کابل طبي علومو پوهنتون د طبي تجهیزاتو د ترمیم یا (کمیونیټي کالج) شپږمې دورې آزموینه واخیستل شوه.

IT_Director
Sat, Apr 23 2022 9:25 AM
امتحان دورۀ ششم برنامه کمیونیتی کالج (تکنالوژی و ترمیم تجهیزات طبی) پوهنتون علوم طبی کابل اخذ گردید

پنجشنبه ۱ ـ ثور ـ ۱۴۰۱

د دولسمو ټولګیو له ۹۴ تنو هغه فارغانو څخه چې د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند د طبي تجهیزاتو د ترمیم یا (کمیونیټي کالج) پرګرام لپاره یې نوم ليکنه کړې وه د ياد پوهنتون د رییس پوهنیار دوکتور فضل الرحمن رحماني، علمي مرستیال پوهاند دوکتور نجیب الله امرخیل، د محصلان چارو مرستیال پوهندوی دوکتور سید محفوظ بدخش او د دغه کمیونیټي کالج استادانو په حضور کې یې آزموینه د آزموینو ملي ادارې لخوا واخیستل شوه.

د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس ښاغلي رحماني د آزموینې له بهیر څخه دڅارنې او لیدنې پر مهال ګډونوالو ته د بریالیتوب هیله وکړه.

د کابل طبي علومو پوهنتون کمیونیټي کالج پروګرام چې په ۱۳۹۵ هـ ش کال کې رامنځته شوی، اساسي موخه یې د هیواد د صحي مرکزونو د طبي او الکترونیکي وسایلو د ترمیم او رغوولو زده‌کړې دي، چې د زده‌کړو دوره یې دوه نیم کلنه ده او د شمولیت امتحان یې هم د کابل طبي علومو پوهنتون له لوري د آزموینو ملي ادارې په همکارۍ سره هر کال یو ځل اخیستل کېږي.

Latest news

BACK TO NEWS