د کابل طبي علومو پوهنتون علمي شورا غونډه ترسره شوه

IT_Director
Tue, Mar 29 2022 9:06 AM
جلسه شورای علمی پوهنتون علوم طبی کابل دایر شد

دوشنبه 8 ـ حمل ـ 1401

یاده غونډه چې د کابل طبي علومو پوهنتون د رییس پوهنیار ډاکټر فضل الرحمن رحماني په مشرۍ ترسره شوه د علمي مرستیال پوهاند نجیب الله امرخېل، مالي او اداري مرستیال انجنیر عظیم الله کامران اخندزاده د محصلانو چارو مرستیال پوهندوی سید محفوظ بدخش سربیره د علمي شورا زیاتره غړو په کې برخه لرله.

په پیل کې د کابل طبي علومو پوهنتون د فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه یو میاشتنی راپور وړاندې شو،

ورپسې د غونډې د اجنډا پر موضوعاتو هر اړخیز بحث وشو او په اړه یې لازمې تصمیمونه او پرېکړې وشوې.

Latest news

BACK TO NEWS