د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند علي آباد تدریسي روغتون د اعصابو جراحي ډيپارټمنټ ډاکټرانو له لوري د یو ۱۶ کلن ناروغ د سر او غاړې د شاتنۍ برخې شاوخوا درې کیلو ګرامه  وزن لرونکې کتلې د لرې کولو بریالی جراحي عملیات ترسره شو. 

IT_Director
Sun, Nov 01 2026 11:15 AM
د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند علي آباد تدریسي روغتون د اعصابو جراحي ډيپارټمنټ ډاکټرانو له لوري د یو ۱۶ کلن ناروغ د سر او غاړې د شاتنۍ برخې شاوخوا درې کیلو ګرامه  وزن لرونکې کتلې د لرې کولو بریالی جراحي عملیات ترسره شو. 

د اعصابو جراحي ډيپارټمنټ ډاکټر رحمت الله صلاح نورزی وايي چې ناروغ د هلمند ولایت اوسېدونکی و چې له تېرو لس کلونو راهیسې یې د سر او غاړې په شاتنۍ برخه کې له یوې ډېرې لویې کتلې څخه ځورېده او د ناروغ په ورځني ژوند کې یې ډېرې ستونزې رامنځته کړې وې.
د نوموړي په وینا دغه کتلې ۲۳ سانتي متره اوږدوالی او ۲۳ سانتي متره پلنوالی درلود او وزن یې شاوخوا ۳ کیلو ګرامه و. د دغه ډول لویې کتلې لرې کولو جراحي عملیات ځانګړي تخصص، پراخې تجربې او لوړ جراحي مهارت ته اړتیا درلوده چې په بریالیتوب ترسره شو او له عملیات وروسته د ناروغ روغتیایي حالت د ډاډ وړ دی. 

د دغه جراحي عملیات بریالي ترسره کېدل د ناروغ د ژوند کیفیت په ښه والي او دغه ستونزې په له منځه وړلو کې یو لوی ګام بلل کېږي.