د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند علي آباد تدریسي روغتون د اعصابو جراحي ډيپارټمنټ ډاکټرانو له لوري د غاړې (ورمېږ) درې ډېسکونو بدلولو
د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند علي آباد تدریسي روغتون د اعصابو جراحي ډيپارټمنټ ډاکټرانو له لوري د غاړې (ورمېږ) درې ډېسکونو بدلولو (Cervical Disc Replacement) پېچلی او تخصصي عملیات په بریالیتوب ترسره شو. یاد عملیات په یو ۵۰ کلن ناروغ چې د فاریاب ولایت اوسېدونکی دی او له دوه کلونو راهیسې د لاسونو او پښو په حرکت کې له شدیدې کمزورۍ څخه ځورېدو او د حرکتي غړیو له فلج سره مخ و؛ ترسره شو.
د ډاکټر رحمت الله نورزي په وینا دغه ناروغ د حرکتي غړیو د لا کمزوري کېدو له امله روغتون ته مراجعه کړې وه چې له معایناتو وروسته یې د غاړې څو ډېسکونو د تخریب پر اساس د نخاع شدید فشار تشخیص شو. نوموړي زیاته کړه چې د لوږ امکاناتو سره سره د جراحي ټيم له لوري پر وخت د تشخیص له امله د درې ډېسکونو ځای پر ځای کولو بریالي شول او ناروغ له څو ورځو مراقبت وروسته د ډاډ وړ روغتیايي حالت په لرلو له روغتون څخه رخصت شو.
