د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي آبن سینا» اړوند ستوماتولوژي تدریسي روغتونون د ۵۰ تنو ټرېني ډاکټرانو د ۱۴۰۴ کال ټریني متخصصانو کلنۍ ارتقايي آزموینه د دغه پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان، روغتیايي مؤسسو چارو او محصلانو چارو مرستیالانو،
د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي آبن سینا» اړوند ستوماتولوژي تدریسي روغتونون د ۵۰ تنو ټرېني ډاکټرانو د ۱۴۰۴ کال ټریني متخصصانو کلنۍ ارتقايي آزموینه د دغه پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان، روغتیايي مؤسسو چارو او محصلانو چارو مرستیالانو، د طبي زده کړو پراختیا ریاست رئیس، د پوهنځیو او تدریسي روغتونونو رئیسانو په حضور واخیستل شوه.
د دغه آزموینې د پیل پر مهال د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس په خپله وینا کې د تخصصي زده کړو، مسلکي ژمنتیا او علمي اصولو مراعاتولو پر ارزښت ټینګار وکړ او د ټولو ټریني ډاکټرانو لپاره یې د خیر دعاء وکړه. نوموړي دغه ډول آزموینې د علمي ظرفیت ودې او روغتیايي خدماتو کیفیت په لوړوالي کې اغېزناکې وبللې او د استادانو او روغتیايي کارمندانو له هڅو یې هم ستاینه وکړه.
د یادولو وړ ده چې د یادو ټرېني ډاکټرانو نظري آزموینه واخیستل شوه او عملي آزمینه به یې په ستوماتولوژي تدریسي روغتون کې واخیستل شي.
