د کابل  طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سينا» اړوند د علي‌آباد تدريسي روغتون نرسانو د علمي او مسلکي ظرفيت لوړولو په موخه شپږ ورځنی روزنيز سمينار، د دغه روغتون د رهبرۍ او پوهنتون استادانو په حضور سره په رسمي ډول پيل شو.

IT_Director
Sun, Feb 08 2026 10:05 AM
سمینار آموزشی شش‌روزه به هدف ارتقای ظرفیت علمی و مسلکی نرس‌های شفاخانه تدریسی علی‌آباد پوهنتون علوم طبی کابل «ابو علی ابن سینا» با حضور هیأت رهبری شفاخانه و جمعی از اساتید محترم پوهنتون، به‌گونه رسمی آغاز گردید.

ياد سمينار د نرسانو روزنيزو اړتياوو په پام کې نيولو سره تنظيم شوی او د روغتيا اړوند اړین او عملي موضوعات لکه د عفونت کنټرول (IP)، د زړه او سږو بيا راژوندي کول (ACLS)، د درملو او خوړو محاسبه، د زخمونو ساتنه او درملنه، د شاک مديريت، او د مصؤنو تزريقاتو تطبيق پکې شامل دي.

د يادونې وړ ده چې دغه روزنيز سمينار به د روغتون ټولو نرسانو (ښځینه او نارینه) لپاره په جلا توګه او په بېلابېلو وختونو کې ترسره شي، څو د پراخ ګډون زمينه برابره او په يو وخت کې د اغېزمنو روغتيايي خدمتونو وړاندې کول ممکن شي.

Latest news

BACK TO NEWS