ټاکل شوې چې سبا یکشنبه په کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» کې د عامې روغتیا وزارت د تخصص بشپړولو بستونو د داخلېدو (انټرنس) آزموینه واخیستل شي.

IT_Director
Sun, Dec 28 2025 1:59 PM
ټاکل شوې چې سبا یکشنبه په کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» کې د عامې روغتیا وزارت د تخصص بشپړولو بستونو د داخلېدو (انټرنس) آزموینه واخیستل شي.

ټاکل شوې چې سبا یکشنبه په کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» کې د عامې روغتیا وزارت د تخصص بشپړولو بستونو د داخلېدو (انټرنس) آزموینه واخیستل شي. دغه آزموینه په شرایطو برابرو نوماندانو په ګډون د ټاکل شویو اصولو او طرزالعملونو مطابق اخیستل کېږي او د هېواد روغتیايي سکټور د تخصصي ظرفیتونو د لوړوالي لپاره د وړ کسانو ټاکلو په موخه ترسره کېږي.

په همدې حال کې د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» د یادې آزموینې د تنظیم شفافیت او معیار خوندیتوب لپاره لازم تدابیر نیولي دي چې د آزموینې ځای، اداري چارو تنظیم او د نوماندانو لپاره مناسب چاپېریال برابرول پکې شامل دي.

Latest news

BACK TO NEWS