د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند طبي انجنیري ټکنالوجۍ ډيپارټمنټ د دویمې دورې فارغان د سیروم ګرومولو (Serum Warmer) ماشین په طراحي او جوړولو بریالي شول. دغه ماشین د المارۍ په ډول جوړ شوی او په یو وخت کې د څو بوتله سیرمو او وینې د ساتنې وړتیا لري چې په عاجلو

IT_Director
Tue, Oct 21 2025 9:09 AM
د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند طبي انجنیري ټکنالوجۍ ډيپارټمنټ د دویمې دورې فارغان د سیروم ګرومولو (Serum Warmer) ماشین په طراحي او جوړولو بریالي شول. دغه ماشین د المارۍ په ډول جوړ شوی او په یو وخت کې د څو بوتله سیرمو او وینې د ساتنې وړتیا لري چې په عاجلو اتاقونو، عملیات‏خونو او د نویو زېږېدلیو ماشومانو د درملنې په مرکزونو کې ترې ګټه اخیستل کېږي. 

دغه دستګاه په ناروغانو کې د حرارتي شوک رامنځته کېدو مخنیوي او له تطبیق مخکې د طبي مایعاتو د تودوخې درجې د تنظیم په موخه جوړ شوی دی. همدا رنګه یاده پروژه د محصلانو د تخنیکي مهارتونو لوړوالي او د پوهنتون په کچه د داخلي طبي وسایلو د تولید دود کولو په موخه طراحي شوې ده.  

د طبي انجنیري ټکنالوجۍ ډيپارټمنټ مسوولینو په وینا، دغه ډول نوښتونه کېدای شي په هېواد کې د طبي تولیداتو ودې، نوښتونو، هڅونې او پر ځان د بسیاینې په برخه کې اغېزمن ګام و اوسي. 

دغه پروژه د کابل طبي علومو پوهنتون د روان کال له مهمو علمي او عملي لاسته راوړنو له ډلې څخه ده چې د طبي تجهیزاتو د طراحي او جوړولو په برخه کې د فارغانو لوړ ظرفیت، نوښت او وړتیا څرګندويي کوي.

Latest news

BACK TO NEWS