د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» محصلانو لپاره د هېواد جیدو علمای کرامو له لوري د اسلامي ثقافت درسونو لړۍ بیا پیل شوه. دغه پروګرام د عصري علومو تر څنګ له دیني او عقیدتي علومو سره د محصلانو د بلدتیا په موخه پر لار اچول شوی دی.

IT_Director
Thu, Oct 02 2025 10:25 AM
سلسله دوباره دروس ثقافت اسلامی از سوی علمای جید کشور در پوهنتون علوم طبی کابل« ابوعلی ابن سینا» برای محصلان آغاز شد. این برنامه که به هدف  آشنایی محصلان با علوم دینی و عقیدتی در کنار فراگیری علوم عصری می‌باشد، روی دست گرفته شده است.

د یادې لړۍ لومړنی درس د «شرعي او عصري علومو اهمیت» تر عنوان لاندې د شیخ الحدیث مولوي دوست محمد لخوا وړاندې شو. نوموړي په خپله وینا کې د دیني او عصري علومو تر منځ د توازن او برابرۍ پر اړتیا ټینګار وکړ او هغه یې د فردي او ټولنیز بریالیتوب اساس وباله.

د یادولو وړ ده چې دغه درسونه په هر سمستر کې درې ورځې ترسره کېږي او نن سربېره دوه نورې ورځې به هم دوام وکړي

Latest news

BACK TO NEWS