د کابل طبي علومو پوهنتون«ابوعلي ابن سینا» اړوند ستوماتولوژي تدریسي روغتون کې د ناروغیو د ژر او دقیق ترسره کېدو په موخه په پرمختللیو او عصري وسایلو سمبال د هماتولوژي (وینې) لابراتوار په رسمي ډول د پوهنتون رهبرۍ یو شمېر غړیو په حضور پرانیستل شو.

IT_Director
Wed, Sep 24 2025 2:21 PM

د پرانیستې په دغه مراسمو کې د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان د یاد لابراتوار رامنځته کېدل د روغتیايي خدماتو په ښه والي کې مهم ګام وباله او د دغه روغتون مسوولینو له هڅو یې ستاینه وکړه. 

همدارنګه د پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال مولوي عبدالرحمن مرحوم وویل چې د دغه لابراتوار رامنځته کېدو لپاره زیاتې هڅې شوي او په هغه کې د کارونې تجهیزات د ننني عصر له معیارونو سره برابر دي.

په دغه لابراتوار کې د سیرولوژي، بیوشیمي، هماتولوژي او نور ورځني روغتیايي معاینات ترسره کېږي چې د درملنې په خدماتو کې مهمه ونډه لري.

Latest news

BACK TO NEWS