د میوند تدریسي روغتون مسولینو له لوري د وړاندې شویو شمېرو پر اساس د غبرګولي په میاشت کې دغه روغتون توانېدلی چې ۱۸ زره ۶۹۹ تنه ناروغانو ته روغتیایي خدمات وړاندې کړي.

IT_Director
Tue, Jul 08 2025 9:34 AM
براساس آمار ارائه ‌شده از سوی شفاخانه تدریسی میوند، این شفاخانه در جریان یک ماه گذشته توانسته است به ۱۸ هزار و ۶۹۹  بیمار خدمات صحی ارائه نماید. 

په دغه شمېر کې د ۱۷۰ تنه ناروغانو لوی جراحي عملیاتونه ترسره شوي چې د روغتون د جراحي برخې د پراخ فعالیت او ناروغانو ته د رسېدنې په برخه کې د روغتیايي کادر د دوامداره هڅو څرګندویي کوي. 

د میوند تدریسي روغتون مسوولینو څرګنده کړې چې په پام کې لري؛ د روغتیایي خدماتو کیفیت کچې په لوړولو، د تشخیص او درملنې ظرفیتونو پراخوالي او لا زیاتو امکاناتو په برابرولو سره به ناروغانو ته بشپړ، غوره او پر وخت روغتیايي خدمات وړاندې کړي.

Latest news

BACK TO NEWS