د کابل طبي علومو پوهنتون مالي او داري چارو مرستیال مولوي عبدالرحمن مرحوم په مشرۍ د پوهنتون مالي مصارفاتو د کره او شفاف تنظیم او نویو مالي مقررو د اغېزمن تطبیق په موخه د پوهنتون آمرینو او اړوندو تدریسي روغتونونو د مالي او اداري مدیرانو په حضور ترسره شوه.

IT_Director
Mon, Jun 30 2025 9:31 AM
د کابل طبي علومو پوهنتون مالي او داري چارو مرستیال مولوي عبدالرحمن مرحوم په مشرۍ د پوهنتون مالي مصارفاتو د کره او شفاف تنظیم او نویو مالي مقررو د اغېزمن تطبیق په موخه د پوهنتون آمرینو او اړوندو تدریسي روغتونونو د مالي او اداري مدیرانو په حضور ترسره شوه.

په یاده غونډه کې د ۱۴۰۴ مالي کال د ملي بودیجې د مصرف څرنګوالي په اړه د مالیې وزارت مالي او تدارکاتي موضوعاتو د متحدالمال او د وزارتونو او دولتي ادارو د قراردادونو په اړه د اسلامي امارت امیرالمؤمنین(حفظه الله تعالی) له لوري د توشېح شویو نویو قوانینو په اړه بحث او خبرې وشوې. 

د یادې ناستې په پای کې د مالي او اداري چارو مرستیال د روڼتیا او امانت دارۍ پر اصل د ټینګار تر څنګ له ټولو مالي او اداري کارمندانو څخه وغوښتل چې د نیازسنجۍ، خریدارۍ او قراردادونو د لاسلیک پر مهال انصاف، دقت او دینی اصول په پام کې ولري او د بیت المال په پیسو کې له اسراف څخه په کلکه ډډه وکړي.

Latest news

Mon, May 26 2025 11:06 AM
Background image

...

Sheikh al-Hadith Mufti Ihsanullah Abulfaizan, the President of Kabul University of Medical Sciences, met and discussed with a delegation from the World Health Organization (WHO). This. . .

BACK TO NEWS