د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند تدریسي روغتونونو د تجهیز په موخه د ۱۴ زره امریکایي ډالرو په ارزښت ۱۰۶ قلمه طبي تجهیزات او فرنیچرونه د Project CURE موسسې له لوری دغه پوهنتون ته وسپارل شول.

د کابل طبي علومو پوهنتون رئيس شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان له دغه مرستې څخه د مننې تر څنګ ټینګار وکړ چې د نړۍ په هر ګوټ کې مېشت افغانان باید د خپل وطن او خلکو په اړه فکر ولري او تل د هېواد اړمنو ته په خدمت کولو کې برخه واخلي.
د یادولو وړ ده چې ورکړل شوي تجهیزات به د پوهنتون رهبرۍ د نیاز سنجۍ له مخې اړوندو تدریسي روغتونونو ته ورکړل شي.