کابل طبي علومو پوهنتون د ۳ میلیونه او پينځه سوه زره افغانیو په ارزښت د اړوندو تدریسي روغتونونو د مصرفي او ريجنټ موادو پروژه چې ۷۸ قلمه ريجنټ او ۷۹ قلمه مصرفي مواد پکې شامل و بشپړه کړه.

دغه مواد تر بشپړېدو وروسته د صدري او قلبي وعايي ناروغیو انسټېټیوټ، سترګو او نسايي ولادي تدریسي روغتونونو ته وسپارل شول، څو دغه روغتونونه د روغتیایي خدماتو وړاندې کولو پر مهال د موادو له کمښت سره مخ نه شي او ترڅنګ یې ناروغانو ته غوره روغتیایي خدمات وړاندې شي.