له ستوماتولوژي تدریسي روغتون سره د غاښونو یو سيټ یونټ مرسته.

IT_Director
Sun, Jan 05 2025 1:41 PM
مساعدت یک سیت یونت دندان به شفاخانه تدریسی ستوماتولوژی

د غاښونو N-5 یونټ یو سیټ د ۲۶۰۰ امریکایي ډالرو په ارزښت چې د چین هېواد سانتم (Suntem) شرکت تولید دی؛ د ډاکټر نصیرشاه وزیري له لوري د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند ستوماتولوژي تدریسي روغتون د لا ښه تجهیز په موخه مرسته شوی او یاد روغتون ته تسلیم شو.

د دغه روغتون مسولین له ډاکټر وزیري څخه په مننې سره وایي چې له یاد یونټ څخه به د ستوماتولوژي تدریسي روغتون په داخله برخه کې ګټه واخیستل شي چې د ډاکټرانو او ناروغانو لپاره به لویې آسانتیاوې رامنځته کړي.    

د یادولو وړ ده چې څه موده وړاندې د ستوماتولوژي تدریسي روغتون لپاره د ډاکټر نصیرشاه وزیري له لوري د غاښونو ۴۰۰ قلمه مواد هم مرسته شوې وه.

Latest news

BACK TO NEWS