د کابل طبي علوم پوهنتون د علمي کادر دوو غړيو پوهاند درجې ته ترفیع وکړه

IT_Director
Sun, Dec 22 2024 9:03 AM
دو تن از اعضای کادر علمی پوهنتون علوم طبی کابل به رتبه پوهاند ترفیع کردند

د کابل طبي علوم پوهنتون علمي شورا غونډه چې د دغه پوهنتون رئیس دوکتور مفتي اسدالله نجات په مشرۍ ترسره شوه؛ د دغه پوهنتون د علمي کادر دوه غړي، د ماشومانو داخلې ډیپارټمنټ غړی ډاکتر محمد اکبر ابراهیمي او د مایکروبیولوژی ډیپارټمنټ غړی ډاکتر احمد ولي عطایي له پوهنوال څخه پوهاند رتبې ته ترفیع وکړه چې د علمي شورا غړو له خوا تایید شوه.

همدارنګه په دې شورا کې د علمي کادر ۴ نورو غړیو ترفیع هم د پوهنوال، پوهندوی او پوهنمل رتبې ته د شورا غړیو لخوا تایید شوه.

د غونډې په دوام کې د اجنډا اړوند موضوعاتو په اړه هر اړخیز بحث وشو چې د شورا غړیو له وړاندیزونه وروسته یې په اړه لازمې پرېکړې ونیول شول.

Latest news

BACK TO NEWS