د دعوت او ارشاد مشورتي کمېټې غونډه تر سره شوه

IT_Director
Sun, Jul 21 2024 3:37 PM
جلسه کمیته مشورتی دعوت و ارشاد دایر شد

نن یکشنبه د روان کال چنګاښ میاشتې پر ۳۱ نېټه د کابل طبي علومو پوهنتون د دعوت او ارشاد مشورتي کمېټې غونډه د قران عظیم الشان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره د پوهنتون مالي او اداري مرستیال مولوي عبد الرحمن مرحوم، د دعوت او ارشاد آمر مولوي حبیب الله حماد او جلسې د غړیو په ګډون پیل شوه چې پکې د دعوت او ارشاد اړوند موضوعاتو په اړه بحث او خبرې وشوې.

په دغه غونډه کې د آجنډا مطابق له کارمندانو څخه د دیني او اصلاحي درسونو د آزموینې د ورځې ټاکلو، په دیني درسونو کې د کارمندانو حاضرۍ، د تدریسي روغتونونو د نظارت غړیو د تغییر او په راتلونکي سمستر کې د شیخ صاحبانو له لوري د اسلامي ثقافت د افتخاري درسونو د ساعتونو شمېر په اړه بحث او نظرونه وړاندې شول چې د وړاندیزونو او نظریاتو له وړاندې کولو وروسته لازمې پرېکړې ونیول شوې.