د پوهنتون او اړوندو روغتونونو د چارو پر چټکتیا دکابل طبي علومو پوهنتون د رهبرۍ ټینګار

IT_Director
Thu, Nov 16 2023 9:42 AM
تاکید رهبری پوهنتون علوم طبی کابل در تسریع روند کاری پوهنتون و شفاخانه های کادری

نن چهارشنبه د روان کال د لړم پر ۲۴ د پوهنتون اداري شورا غونډه د پوهنتون سرپرست رئيس دکتور مفتي اسدالله نجات په مشرۍ او د شورا غړیو په ګډون د قران عظیم الشان په تلاوت سره پیل شوه چې د کابل طبي علومو پوهنتون سرپرست رئیس د حفظ او مراقبت پروژو د چارو پر چټکتیا او په غوره توګه د پروګرامونو او پلانونو پر تر سره کولو تاکید وکړ او مسوولینوته یې لازمې سپارښتنې وکړې.

وروسته بیا د غونډې له آجنډا سر سم د روغتونونو د حفظ او مراقبت، په روغتونونو کې د لابراتوارونو فیس، د طبي زده کړو پراختیا ریاست د طبي وسایلو د انتقال، د روغتونونو بودیجې، لاراتواري موادو د خریدارۍ او دسترګو تدریسي روغتون د ترمیم او رنګمالۍ په اړه بحث او د نظریاتو له وړاندې کولو وروسته لازمې پرېکړې وشوې.

د پوهنتون سرپرست رئيس تاکید وکړ چې د چارو د ښه والي لپاره ډېر کار ته اړتیا ده او د پوهنتون اړوند څانګو مسوولین باید په خپلو دندو او مسوولیتونو کې مؤثرې او ښې پایلې لرونکې کړنې تر سره کړي.

Latest news

BACK TO NEWS