د کابل طبي علومو پوهنتون د دریو پوهنځیو رئيسان او د طبي زده کړو پراختیا رئیس معرفي شو
د پوهنتون مشرتابه د لزوم دید، د لوړو زده کړو وزارت د وړاندیز او ریاست الوزراء مقام د منظورۍ پر اساس پوهنوال دوکتور عبدالغفار همدرد د طبي زده کړو پراختیا رئیس، پوهنمل دوکتور صنیع الله زلمی د طب، پوهنمل انعام الحق منیب د ستوماتولوژي او پوهنیار محمد بلال عمري د تکمیلي روغتیایي زدهکړو پوهنځيو رئیسانو په توګه نن شنبه د روان کال د وږي پر ۴ نېټه د کابل طبي علومو پوهنتون علمي مرستیال پوهاند دوکتور نجیب الله امرخېل له لوري په داسې حال کې چې مالي او اداري مرستیال مولوی عبدالرحمن مرحرم او د محصلانو چارو مرستیال عطاءالله فیضي هم ګډون درلود، معرفي او خپلې دندې پیل کړې.
د پېژندنې په دغه مراسمو کې پوهاند امرخېل د پخوانیو رئیسانو کړنې او لاسته راوړنې وستایلې او له الله تعالا څخه یې نویو مقرر شویو رئیسانو ته په سپارل شویو دندو کې د بریالیتوب هیله وکړه.
نویو رئیسانو د پوهنتون رهبري او لوړو زده کړو وزارت له باور مننه وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې د اصولو او قوانینو په رڼا کې د استادانو او کارمندانو په همکارۍ به د پوهنتون د کمی او کیفی چارو په ښه والي کې هڅه وکړي.