د داوطلبۍ د بلنې خبرتیا!

IT_Director
د داوطلبۍ د بلنې خبرتیا!

Publish Date

Closing Date

Location اعلان داوطلبی

سرلیک: د میوند روغتون د ګلخانې د جوړولو پروژه

د داوطلبۍ د بلنې شمېره MOHE/1400/NCB/W-3057 :

لوړو زده کړو وزارت ټولو د شرایطو وړ داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د میوند روغتون د ګلخانې د جوړولو د پروژې په پروسه کې ګډون وکړي او د پروژه شرطپاڼه د ملي تدارکاتو له سایټ (www.npa.gov.af) او یا د لوړو زده کړو وزارت تدارکاتو ریاست څخه تر لاسه او خپل آفرونه د شرطپاڼې له شرایطو او تدارکاتو له چلنلارې سره سم، په سر تړلې توګه د ۱۴۰۰کال د چنګاښ په ۱۰مه د پنجشنبې په ورځ د سهار تر ۱۰بجو د لوړو زده کړو وزارت تدارکاتو ریاست ته وسپاري چې د کابل درېیمې ناحیې کارته چهار په سیمه کې موقعیت لري. ناوخته رارسېدلي او انټرنټي آفرونه د منلو وړ نه دي. د آفر د ضمانت بیه د بانګي تضمین په بڼه (۳۷،۰۰۰) اوه دېرش زره افغانۍ ده او د آفر د پرانیستلو ناسته د لوړو زده کړو وزارت د آفر پرانیستلو په تالار کې ترسره کېږي.