د کارموندنی خبرتیا!

IT_Director
Tue, Nov 12 2024 9:25 AM
اعلان کاریابی!

Publish Date

Closing Date

د ا.ا لوړو اهدافو تر لاسه کولو، کار اهل کار ته د سپارلو په موخه د کابل طبي علومو پوهنتون د بشري سرچینو آمریت د تدریسي روغتونونو (۳۸) مسلکي بستونه د رتب او معاشاتو په سیستم سره د ۱۴۴۶/۵/۹ تر ۱۴۴۶/۵/۱۹ نېټې پورې چې له ۱۴۰۳/۸/۲۱ تر ۱۴۰۳/۹/۱ نېټې سره سمون لري اعلان ته سپاري. 

پر شرایطو برابر کسان کولای شي د نوم لیکنې فورمې د بشري سرچینو آمریت نارينه او ښځينه څانګو څخه په حضوري ډول او یا د پوهنتون له وېب سایټ څخه په آنلاین ډول تر لاسه او تر ډکولو وروسته له اړوندو اسنادو(یو قطعه عکس، دېپلوم کاپي، تذکرې کاپي او کاري تجربې) سره ضمیمه د اعلان تر پای ته رسېدو مخکې د بشري سرچینو آمریت نارینه او ښځينه څانګو کې تسلیم کړي.
نوټ: د غوښتنپاڼې فورمې او د بستونو جدول کولای شئ له لاندې لېنکونو څخه تر لاسه کړئ.
د بستونو جدول لېنک: https://shorturl.at/DNvi3
په تلګرام کې د فورمې لېنک: https://t.me/kums_nasharaat_pr/522
په ویبسایټ کې د لېنک: https://shorturl.at/8J0oG