د فارمکولوژي مضمون علمي رقابتي آزموینې خبرتیا!

IT_Director
اطلاعیه برگزاری رقابت علمی مضمون فارمکولوژی

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت په پام کې لري څو د پوهنتون په کچه د دغه پوهنتون د محصلانو تر منځ د فارمکولوژي مضمون علمي سیالۍ ترسره کړي. په همدې اساس ټولو محصلانو ته خبر ورکول کېږي چې په دغه علمي سیالۍ کې ګډون وکړي.
د نوم لیکنې نېټه: د ۱۴۰۵/۷/۸/ تر ۱۴۰۵/۷/۱۶ نېټې پورې
د نوم لیکنې ځای: د محصلانو د خدمتونو او همغږي آمریت
د سیالۍ ترسره کېدو نېټه: دوشنبه د ۱۴۰۵/۷/۲۰ 
د سیالۍ ترسره کېدو ځای: د ابو علي ابن سینا بلخي لوی تالار
یادونه
•    د لومړي مقام ګټونکي ته یو دانه «الفجر» ساعت او یوه سپينه چپنه
•    دویم مقام ګټونکي ته یو ټوک کرنټ کتاب او یوه سپينه چپنه
•    درېیم مقام ګټونکي ته یوه د فشار آله او یوه سپينه چپنه

Latest announcements

Back to announcements