اطلاعیه نتایج بست ها

IT_Director
Sat, May 16 2026 8:39 AM
اطلاعیه نتایج بست ها

Publish Date

Closing Date

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند د تدریسي روغتونونو د مسلکي بستونو ټولو محترمو کاندیدانو ته خبر ورکول کېږي چې د یادو بستونو د تحریري ازموینې پایلې، چې مخکې د آزاد رقابت له لارې یې ازموینه اخیستل شوې وه، د ټاکل شوي کمیټې له خوا څېړل شوې او چمتو شوې دي.

له محترمو کاندیدانو هیله کېږي چې د پایلو د کتلو لپاره د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» ویب‌سایټ او ټیلیګرام ته مراجعه وکړي.

همدارنګه کاندیدان د پایلو په اړه د اعتراض په صورت کې، کولای شي د پایلو له اعلان وروسته تر درې کاري ورځو پورې خپل شکایت په لیکلي ډول د کارکوونکو چارو آمریت ته وسپاري، څو د اصولو مطابق ورته رسیدنه وشي. له ټاکل شوې مودې وروسته به هېڅ شکایت د منلو وړ نه وي.
یادونه:
د مصاحبې نېټه او وخت به وروسته کامیابو کاندیدانو ته په رسمي ډول اعلان شي.

لینک جدول در ویب سایت: https://shorturl.at/MXKQq\ 
لینک جدول در تگرام: https://t.me/kums_nasharaat_pr/1250