خبرتیا!
موضوع: د یو موټر په ګډون د ۲۶۱ قلمه زړو او اضافي توکو خرڅول
ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي چې کابل طبي علومو پوهنتون په پام کې لري چې خپل ۲۶۱ قلمه زاړه او اضافي توکي، د یو موټر په ګډون، د ۱۴۰۴ کال د لړم میاشتې په ۱۷ نېټه د علني داوطلبۍ (مزایدې) له لارې د دولت په ګټه وپلوري. مینوال کولای شي د ۱۵٪ تضمین په ورکولو سره په یاد پروسه کې د کابل طبي علومو پوهنتون (چې په کارته سخي کې موقعیت لري) ګډون وکړي.
