د روغتون خدمات:

په یاد روغتون کې د نسائې ولادي ناروغانو لپاره د پام وړ خدماتو تر څنګ د نوي زیږدلي ماشومانو څانګه هم لري، چې د اړتیاؤ سره سم نوي زیږدلي ماشومانو ته لازم خدمات وړاندې کوي.

په یاد روغتون کې د معالجوي طب، نرسنګ، قابلګي د څلورم او پنځم ټولګیو زده کړیالانو او ستاژر ډاکټرانو د زده کړې چارې هم سرته رسول کیږي.

د تخصص پروګرام چارې عملاْ  دوام لري، چې تر دې دمه هره ورځ دیرش تنه ناروغان یاد روغتون ته د درملنې لپاره راځي.

یاد روغتون د نسائې ولادي، نوي زیږدلي ماشومانو، لابراتوار او رادیوګرافي څانګو په لرلو سره د بیمارانو په خدمت کې دی.