روغتون د لاندې تشخیصیه او معالجوي چوپړتیاؤو درلودونکی دی.

  1. بیړنۍ او عاجل سرویس چې د ګوش او ګلو، داخله اطفال، جلدي، د ماشومانو جراحۍ، پلاستیکي جراحۍ او د واکسین شعبې په درلودو سره 24 ساعته د هیوادوالو په چوپړ کې دی.
  2. د یاد روغتون تشخیصیه څانګې د اکسریز، ECHO- -ECG – التراسوند درلودونکی دی.
  3. د نرسنګ آمریت د 85 تنو نرسانو له جملې څخه 27 تنې ښځینه، 58 تنه نارینه او همدارنګه یو تن واکسیناتور په درلودو سره شپه او ورځ د یاد آمریت په چوکاټ کې فعالیت کوي. چې 6 تنه د لیسانس، 10 تنه د مافوق بکلوریا او 69 تنه د بکلوریا تر کچې زده کړې کړي دي.
  4. د مالي او اداري آمریت (د خدماتو عمومي مدیریت، د بشري منابعو مدیریت، د نقد-ي محاسبي عمومي مدیریت، د حفظ او مراقبت مدیریت، جنسي مدیریت، د ترانسپورت مدیریت، د تهیې مدیریت، فني مدیریت، د طبي ارشیف مدیریت او د اغذیه مدیریت) درلودونکی دی.
  5. د احیای مجدد او انستیزي مدیریت چې د 7 تنو ډاکټرانو او متوسط پرسونل درلودونکی دی.
  6. د فارمسۍ مدیریت: د 5 تنو فارمسستانو په درلودو سره د ناروغانو لپاره د ادویې د منجمنټ، تهیه او تدارک په برخه کې بوخت دی.
  7. د لابراتوار مدیریت د یوې تنې ښځینې په شمول د 8 تنه پرسونل او د باکتریولوژي، سیرولوژي، بیوشیمي او پرازیتولوژي شعبو درلودونکی دی.
  8. د رادیولوژي مدیریت د 6 تنه پرسونل په درلودو سره 24 ساعته د تشخیصیه چوپړتیاوې ترسره کوي.
  9. د کنفرانس درې اتاقونه چې هر یو یې د 50 تنه شاوخوا ظرفیت درلودو برسیره د ملټي میډیا، پروجکتورونو، د کتابونو المارۍ او داسي نورو مجهزو وسایلو باندې سمبال دي. چې د روغتون د رهبری هئیت په هڅو او کوښښونو سره احیاء او د استفادې وړ وګرځید.
  10. د میوند تدریسي روغتون کتابتون د روغتون د تأسیس سره سم تر دې مهاله فعالیت لري برسیره پر دې چې د کورنیو جنګو له امله ویجاړ او متضرر شو، خو بیا هم د روغتون د ادارې په هڅو او کوښښونو سره خپل فعالیتونه حفظ او ساتلی چې اوس مهال د جراحۍ، داخله، ګوش او ګلو او داسي نورو بیلابیلو کتابونو درلودونکی دی، ددې تر څنګ د 6 پایو کمپیوټر په درلودو سره کمپیوټرلب لري چې د روغتون پرسونل ترې استفاده کوي.

د روغتون چوپړتیاوې:

  1. د طبي پوهنتون، البیروني پوهنتون، کابل پوهنتون فارمسي او د غضنفر انستیتوت د زده کړیالانو او ستاژرانو منل (پذیرش).
  2. د روغتیایي رایګانو خدمات وړاندې کول چې په اوسط ډول د 700 څخه تر 1000 پوری د ورځې دي، OPD ناروغانو مراجعه او په حدود د 18 تر 30 پوری د بستر وړ ناروغان دي.
  3. د مناسب شرایطو آماده کول د طبي پوهنتون استادانو د علمي څیړنو لپاره.
  4. د روغتون ترانسپورت: روغتون څلور عرادې موتر او یو عراده امبولانس چې ۲۴ ساعته په چوپړ کې دي.
  5. د روغتون د برق سیستم: د روغتون د برق سیستم د بریښنا شرکت پورې اړه لري او سربیره پر دې دوه جنراتورونه په قدرت د 150 کیلوواټه فعال لري چې د اړتیا په وخت کې ترې استفاده کوي.
  6. د اوبو سیستم: د روغتون داخلي ذخیرې پورې تړلی او یوه حلقه څاه د 65 متره په عمق سره لري.
  7. د نوکریوالۍ سیستم: یاد روغتون د 75 تنو نوکریوالان لري چې په هغه کې استادان، متخصصین، تریني، نرس، فارمسست، انستیزي لوک، لبرانت، تکنیشن اکسریز، اداري اوخدماتي کارکوونکي دي.