دسرطانی ناروغیو د تشخیصیه مرکز د بنسټ ایښودلو او و وروسته له تجهیز او بازسازی نه درسی صنفونو د افتتاح محفل

12 دسمبر, 2017

غونډه د قرانکریم د ایتونو په تلاوت سره پیل وروسته محترم پوهاند ډاکتر شرین آقا ظریف د طبی علومو پوهنتون ریس میلمنو ته ښه راغلاست وویل او د پوهنتون ، اړونده روغتونونو او تشخیصیه سرطانی مرکز په هکله څرګندونی وکړی.

همدارنګه ښاغلی د خپلو خبروپه ترڅ کی د سرطانی ناروغیو د تشخیص او درملنی مرکز په معلومات وړاندی کړل او اشاره یی وکړه چی دا مرکز د لومړی ځل لپاره په کال ۱۹۵۷ کی د نړیوال اتومی انرژی غړیتوب هم تر لاسه کړی وو.

کوبالت سره د تداوی مرکز د لومړی ځل لپاره په کال ۱۳۶۷ کی د Paul luizinci پواسطه د هنګری هیواد څخه افتتاح شو چی په هغه وخت کی د IAEA تر پوښښ لاندی وو او د رادیو اکتیف منبع (5000curies) هم د IAEA پواسطه تیاریدل. له بده مرغه په ۱۹۹۲ کال کی د داخلی جنګونو له لامله ټول طبی زیربناوی د شعاعی تداوی مرکز په شمول ویجاړشول.

د شعاعی درملنی بیارغونی پروژه د علی آباد په تدریسی روغتون کی  په کال ۲۰۰۵ میلادی د بین المللی اتومی آژانس  په مساعدت په کار  شواو په ۲۰۰۷ کال کی یی عملاْ په فعالیت پیل وکړ. څرنګه چی ۱۱ مسلکی کارکونکی د علی آباد تدریسی روغتون د شعاعی درملنی په بیلابیلو برخو کی د اتمی انرژی بین المللی آژانس د مالی او تخنیکی مرسته په واسطه د هیواد څخه بهر ولیږدل شول.

نوموړی پروژه د ۲۷ میلیونه امریکایی ډالرو په لګښت چی ۲۴ میلیونه یی د اتومی انرژی د سازمان لخوا او ۳ میلیونه یی د افغانستان له دولت لخوا تمویل کیږی چی د شپږ زره متره مربع په مساحت کی د دوه کالونو په جریان کی جوړیږی.

وروسته محترم جلالتماب ډاکټر عبدالله عبدالله د افغانستان اسلامی جمهوری اجراییه رییس خبری وکړی، دا مرکز یی د کابل طبی پوهنتون او لوړو زده کړو وزارت ته مبارکی وویل او نوموړی مرکز یی خورا مهم او با ارزښته د افغانستان د طبابت په عرصه کی وباله او د جوړیدو په چټکتیایی دواړو خواوو باندی غږ وکړ.

وروسته محترم جلالتماب پوهنمل ډاکټر نجیب الله خواجه عمری د لوړو زده کړو وزارت وزیر د اتومی انرژی سازمان مرستی وستایلی او ددی بنسټ جوړول یی یو مهم ضرورت د ټولنی وباله چی کیدای شی ددی مرکز په فعالیدو سره د هیوادوالو ورتګ بهرنی هیوادونو ته چی ډیر لوړ لګښت مخنیوی وشی.

د لوړو زده کړو وزارت محترم مقام د تبریکی ترڅنګ د دی مرکز په اړه د مرستی وعده وکړه او همدارنګه یی د متخصصینود ظرفیت د لوړوالی  لپاره یی هم د نوموړی وزارت علاقمندی ښکاره کړه.

همدارنګه محترم پوهاند ډاکټر عبدالحی نظیفی د انرژی هستوی اداری سرپرست د دی مرکز جوړیدل یو مثبت ګام د طبابت په برخه کی وباله او خپلی تبریکی څرګندونه یی وکړه.

د محفل په دویمه برخه کی د طبی علومو پوهنتون د درسی خونو چی د دوست هیواد ترکیی د TIKA اداری په مالی مرستی د دوه میلیونه ډالرو په ارزښت بیا رغول شوی وو د جلالتماب ډاکټر عبدالله عبدالله د افغانستان اسلامی جهموری اجراییه رییس په واسطه او د لوړو زده کړو محترم وزیر په ګډون افتتاح شو.

په محفل کی د صحت عامی وزارت او لوړو زده کړو وزارت معینان ، محترم وکیلان ، د صحیه اردو رییس ، د کورنیو چارووزارت روغتیایی استازی او نور ټول میلمانه چی له مختلفو برخو څخه را بلل شوی وو ګډون کړی وو.

د محفل په پای کی د سرطانی ناروغیو د تشخیص او تداوی مرکز د بنسټ تیږه د اجراییه ریاست محترم ریسس ، د لوړو زده کړووزیر ، طبی علومو پوهنتون ریس ، د صحت عامی وزارت معینان او ټولو میلمنوپه واسطه کیښودل شوو.