د کابل طبی علومو په پوهنتون کی د Lecturio  طبی زده کړو څخه ګټه اخیستنه

په دی وروستیو کی د کابل طبی علومو د پوهنتون د رهبری په تیره بیا د نوموړی پوهنتون د رئیس  ښاغلی پوهاند ډاکتر شیرین آقا ظریف د دوامداره هڅو په نتیجه کی د Lecturio د کمپنی او کابل طبی علومو د پوهنتون تر مینځ  د همکاری قرارداد لاسلیک شو. د دی قرارداد په اساس د یوی آزمایښتی دوری لپاره د دی پوهنتون د  بیلابیلو پوهنځیو د دوهمو ټولګیو محصلین د آلمان هیواد د بهرنیو متخصصو استادانو د لکچرونو څخه ګټه اخلی. 

د یادونی وړ ده چی د کابل د طبی پوهنتون د بهرنی ژبی د ډیپارتمنټ استاد ښاغلی پوهنیار شفیع الله روغمل د دی پروګرام د همغږی کوونکی په توګه همکاری کوی.

نوموړی پروګرام د هیواد په کچه د لومړی ځل لپاره د کابل طبی پوهنتون په نوښت علمی کیږی چی په عملی کیدو سره به یی ډیری ګټی ترینه تر لاسه شی، د مثال په ډول په پروګرام کی شامل شوی محصلین کولای شی چی اړوند درسونه د خپلو ځیرکو ټیلیفونونو او شخصی کمپیوټرونو له لاری هر مهال چی وغواړی، تر لاسه کړی.