اهداف

د ذکر شوی لیدلوری او رسالت سره سم د طب پوهنځی لاندی موخی لری:

  1. د کیفیت لرونکو محصلانو جذب چی وکولای شی د طب درسونه پر مخ یوسی.
  2. د هیواد د اړتیاوو  سره سم او په پراخه توګه د  سیمی او نړی د اړتیاوو مطابق په خاص ډول د معیاری کوریکولم او درسی نصاب برابرول
  3. د تدریس او تحصیلی مشورو د وړاندی کولو لپاره د با کیفیته او معیاری ظرفیتونو لرونکو استادانو مقررول
  4. د مناسبو شرایطو او تحصیلی امکاناتو  برابرول چی د طب په برخه کی د معیاری تحصیل ځواب ویونکی وی.

روزنیز مواد او درسی کتابونه

  • د تدریس د اړتیاوو سره سم د مجهزو لابراتوارونو ، درسی ټولګیو او کتابتونونو برابرول
  • په کلینیکونو او روغتونونو کی د عملی کار او ستاژ د آسانتیاوو برابرول
  •  د هغو لازمو اضافی تسهیلاتو برابرول چی د یوه تحصیلی چاپیریال لپاره اړین وی.
  • د تسهیلاتو امنیت
  • د اوبو او روغتیا ساتنی تسهیلاتو ته لاسرسی
  • شنه تفریحی سیمه او سپورټی تسهیلات
  • د کانتین تسهیلات
  • د مذهبی مراسمو د اجرا کولو تسهیلات
  • د کلینیک او روانی مشورو تسهیلات
  • په سیمه ییزه او نړیواله کچه د پوهنځی د کیفیت د تضمین او اعتبارورکولو لپاره هڅی

پروګرامونه

اړونده اهدافو ته د رسیدو لپاره یو لړ پروګرامونه تنظیم شوی دی چی په لاندی ډول ذکر کیږی:

  1. لومړی پروګرام
    • د استادانو د ظرفیت لوړول
      • د بهرنی ژبی زده کړه ( انګریزی او فرانسوی): دغه زده کړه تر ‌ډیره  د انګریزی ژبی په اړوند ده او په نظر کی نیول شوی چی د دریو کلونو په ترڅ کی به ټول استادان د انګریزی ژبی کافی اندازه مهارت ولری تر څو د اړونده درسونو پر مخ وړلو لپاره او همداراز له علمی او څیړنیزو منابعو څخه د ګټه اخیستنی وړتیا پیدا کړی او وکولای شی په نړیوالو ورکشاپونو، سمینارونو او کانګرسونو کی له هغه څخه ګټه واخلی. 
      • له نویو پرمختګونو څخه د آشنایی او د طبی معلوماتو او مهارتونو لپاره له لنډمهاله بورسونو څخه ګټه اخیستنه د پنځه کلونو لپاره ۵۰ کسه استادانو ته په پام کی نیول شوی ده. نوموړی آسانتیاوی به د لوړو زده کړو وزارت له امکاناتو او د باندنیو پوهنتونونو سره د اړیکو له لاری برابری شی.
      • د ماسټری او دوکتورا زده کړو لپاره د اوږدمهاله بورسونو برابرول چی دا به هم د لوړو زده کړو وزارت د امکاناتوڅخه په ګټه اخیسته او د اړیکو جوړولو او شخصی تشبث له لاری تر سره شی. په راتلونکو ۵ کلونو کی به له ۲۰ څخه تر ۲۴ استادانو پوری وکولای شی چی دغه راز ډیپلومونه لاس ته راوړی .
      • په نړیوالو سمینارونو او کنفرانسونو کی فعاله ونډه اخیستنه چی د ظرفیتونو په وده کی مهمه ونډه لری.
    • د محصلینو د وړتیاوو وده
      • د بهرنی ژبی زده کړه تر څو وکولای شی په بهرنیو هیوادونو کی د پرمختللو زده کړو لپاره له بهرنیو منابعو څخه  ګټه واخلی، دی ته په پام سره چی د فرانسی هیواد د لیون1 پوهنتون سره علمی اړیکی جوړی شوی دی او د لوړ ظرفیت لرونکی محصلین له دی همکاری او تسهیلاتو څخه ګټه اخیستلای شی.
      • د تحصیل په دوره کی له لنډمهاله بورسونو څخه ګټه اخیستنه : په کلنی ډول د تحصیل په دوره کی له ۴ څخه تر ۵ هغه محصلین چی د انګریزی او فرانسوی ژبو وړتیا یی ښه وی، د هالند هیواد ته د طبی ستاژ لپاره او د فرانسی هیواد ته د فرانسوی ژبی د زده کړی لپاره استول کیږی. د دی سربیره محصلین کولای شی چی په یو لړ نړیوالو فسیتوالونو او سیالیو کی برخه واخلی.

 

  1. د ډیپارتمنټونو وړتیاوو ته وده ورکول او د نویو ډيپارتمنټونو جوړول
    • په راتلونکو پنځو کلونو کی د سوځیدنی، ریکانسټرکتیف، الرژی، معافیتی ناروغیو او انکولوژی د ډيپارتمنټونو جوړول تر څو وکولای شی اکاډمیکی تشی ډکی او وړ خدمتونه وړاندی کړی.
    • په هغه ډیپارتمنټونو کی چی اوسمهال ټرینی نلری او یا نوی جوړیږی، د ټریننګ د ډيپارتمنټونو جوړول، تر څو وکولای شی تخصصی روزنیزو اړتیاوو ته په ځآنګړو رشتو کی ځواب ویونکی وی. 
    • په ډیپارتمنټونو کی او د مختلفو ډیپارتمنټونو تر مینځ د کنفرانسونو او سمپوزیمونو جوړول تر څو استادان وکولای شی خپلی علمی پانګی یو له بل سره شریکی کړی او په تدریجی ډول ظرفیتونه داسی وده ومومی چی د کنفرانسونو، سمپوزیمونو او نړیوالو کانګرسونو جوړول ممکن شی.
  2. د درسی نصاب او کوریکولم وده او بیا کتنه
    • د کوریکولم او درسی نصاب  بیاکتنه او اصلاح باید له هر ۳ څخه تر ۵ کلونو پوری صورت ونیسی تر څو نوی روزنیزی اړتیاوی په نظر کی ونیول شی او نواقص او نیمګړتیاوی اصلاح شی. په دی برخه کی د ظرفیتونو د تقویی لپاره ټریننګونه، ورکشاپونه او سیمینارونه په نظر کی نیول شوی دی.
  3. د پوهنځی د درسی او اداری سیسټم اصلاح او پراختیا
    • د پوهنځی د معاونیت د بست رامینځ ته کول ، په لومړی مرحله کی یوه استاد ته د تدریسی د عمومی مدیر د دندی سپارل ګټور دی. د رهبری او اداری د ټریننګ له لاری د ظرفیت لوړول، په یوه مرکزی ډیتابیز کی د اسنادو او ارقاموثبت کول او د معیاری نظارتی سیسټمونو وده او پراختیا تر څو وکولای شی د پوهنځی د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکولو لپاره لاره پرانیزی.