د شهرآرا د نسائي ولادي تدریسي روغتون لنډه پیژندنه

د شهرآرا نسائي ولادي تدریسي کلنیک:

ښاغلی پوهاند ډاکټر شیرین آقا ظریف، د کابل د طبی علومو د پوهنتون رئیس، د 1392 لمریز کال د کب میاشتې په 24 نیټه په داسې حال کې چې ښاغلی پوهنوال محمد عثمان بابري د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال، ښاغلی پوهاند بری صدیقی د محصلانو چارو مرستیال، د کادري روغتونونو رئیسان، د کابل د طبي علومو د پوهنتون یو شمیر استادان او په بګرام کې میشت د امریکا د نظامي قوتونو روغتیاېې پلاوي حضور درلود، د شهرآرا د روغتون نسائي ولادي کلنیک پرانیسته.

د یادونې وړ ده، دا شل بستریزه کلنیک د ښځینه ناروغانو لومړنی مرکز دی چې د کابل د طبي علومو پوهنتون په چوکاټ کې فعالیت کوي. یاد کلنیک د کابل د طبي علومو پوهنتون او د امریکا د نظامي قوتونو د روغتیاېې تیم په مالي مرستې سره تجهیز او د بیا رغونې چارې پیل شوي.

یاد روغتون، 1393 لمریز کال کې په رسمي بڼه خپلې چارې پیل کړې، تر دې دمه په یاد روغتون کې 65 تنه مسلکي کارکوونکي په دنده بوخت دي. ددې تر څنګ په یاد روغتون کې د نسائي ولادي ناروغانو ته د پام وړ خدمات او د معالجوي طب ، نرسنګ، قابلګي د څلورم او پنځم ټولګیو زده کړیالانو او د ستاژر ډاکټرانو د زده کړې چارې هم پرمخ بیول کیږي.

د تخصص پروګرام چارو تر څنګ هره ورځ دیرش تنه نسائې ولادي ناروغان یاد روغتون ته مراجعه کوي.

یاد روغتون کې د نسائې ولادي، نوي زیږدلی ماشومانو، رادیوګرافي او لابراتوار څانګې موجودې دي.

په اوسنې وخت کې یاد پوهنتون د یو کلنیک په کچه خدماتي تشکیل لري، هیله مند یو چې په راتلونکي کې به د اړتیاؤ سره سم د یوه روغتون په کچه د خدماتي تشکیل منظوري واخیستل شي.

په لنډه توګه باید ووایو چې په 1395 لمریز کال کې یاد پوهنتون ته 5941 تنو بیمارانو مراجعه کړي، چې په دغه شمیره کې 272 تنه د زیږون، 155 تنه د CS جراحي عملیات او 62 تنه نور د ښځینه عملیاتو پیښې تثبیت او راجستر شوي دي.