د سترګې  تدریسي کلنیک پیژندنه او او تاریخچه:

یاد روغتون په لومړي ځل د یو ډیپارتمنت په بڼه په 1315 لمریز کال (د ابن سینا روغتون په چاپیریال کې) تأسیس شو. په 1340 لمریز کال د مستورات روغتون (د میوند روغتون پخوانی نوم) په نوم چې وروسته بیا د کابل نور روغتون په نامه و نومول شو.

په 1374 لمریز کال د اردو چهارصدو بستر روغتون او ملي امنیت روغتون ته منتقل شو. د (1378- 1379 لمریز کال) تفاهمنامې په اساس چې د کابل د طبي علومو پوهنتون، لوړو زده کړو وزارت او IAM (International Assistance Mission) ترمنځ د لسو کالو لپاره لاسلیک شوی وه، د کابل پوهنتون صحي پولي کلنیک تعمیر (دهبوري موقعیت) ته د 13 تنو فني او اداري پرسونل او 20 بستره په درلودو سره د سترګي تدریسي روغتون Eye Teaching Clinic  په نامه خپل فعالیتونه شروع کړل. په 1382 لمریز کال کې له یاد تعمیر څخه کډه او او د کابل د طبي علومو پوهنتون ته انتقال چې تر 18/11/1392 کال پورې یې په یاد پوهنتون کې فعالیت درلود.

د 1392 کال د حوت میاشتې په 18 نیټه د پوهنتون ریاست د هدایت په اساس د یاد پوهنتون له محوطې څخه د نسائی ولادي پخواني تعمیر (شهرآرا موقعیت) ته منتقل شو، چې تر دې مهاله په یاد ځای کې تدریسي او معالجوي فعالیتونه ترسره کوي. د پوهنتون د هڅو او کوښښونو په نتیجه کې یاد کلنیک تشکیل 31 تنو ته لوړ شوی دی.

د سترګې تدریسي کلنیک، تدریسي او معالجوي مرکز په حیث د کابل د طبي علومو پوهنتون زده کړیالانو، ستاژرانو، تریني ډاکټرانو، د سترګو متخصصینو او ګرانو هیواد والو ته 24 ساعته په چوپړ کې دی.

د با کیفیته تدریسي او معالجوي خدماتو ارائه کولو د اړتیاؤو د رفع او پوره کولو لپاره تفاهم نامه د 1391 کال په جدې کې د لوړو زده کړو وزارت، د کابل د طبي علومو پوهنتون او MMRCFA (Medical Management & Research Center for Afghanistan) مؤسسې ترمنځ لاسلیک شو.

په 1392 (1/8/1013 تر 31/9/2016) کال کې یوه تفاهم نامه د کابل د طبي علومو پوهنتون، د لوړو زده کړو وزارت او FHF (Fred Hollowed Foundation) تر منځ په یاد روغتون کې د روغتیایي خدماتو د تدریس او زده کړو د مرکز د انکشاف او پرمختګ په منظور لاسلیک شو.

د یادونې وړه ده، FHF آسترالیا هیواد پورې اړوند یو خیریه اورګان دی چې د ړوندوالي برخه کې د نړۍ په کچه مرستې او چوپړتیاوې وړاندې کوي.

لیدلوری:

د معالجوي او زده کړه نیزو برخو کې د با کیفیته روغتیایي چوپړتیاؤو عرضه په نړیوال معیار سره، نږدې اړیکې او دوه اړخیزه نړیواله همکاري د سترګو د نارغیو (د ړوندوالي د کمښت په خاطر) د زده کړې، وقایې او تداوۍ برخو کې د هیواد په کچه (سطحه) اړو وګړو ته په نوو طریقو او شیوو سره عرضه کول.

رسالت:

یاد کلنیک، د کابل د طبي علومو پوهنتون د تخصصي او زده کړه نیز مرکز په حیث، د زده کړیالانو، ستاژرانو او د سترګو متخصصینو ته په لوړ معیار زده کړې، علمي څیړنې او هم ښاریانو ته د صحې او روغتیایي چوپړتیاؤو په وړاندې کولو کې ځلیدلی دی.

او همدارنګه د روغتیایي چوپړتیاؤو د بهبود، د طرحو څخه حمایت، د کارکوونکو ظرفیت لوړول د تکنالوژۍ سره او ورځنیز پرمختګونه د خپل رسالت څخه ګڼي.

ارزښتونه:

  1. متقابل احترام او د انساني کرامت ساتل.
  2. صداقت، صراحت او شفافیت ته عملي التزام.
  3. د علم، خلاقیت او نوښت په اساس ارزښت ټاکنه.
  4. د ناروغانو د صحت ساتل او ښه کول.
  5. د زده کړه نیزو (آموزشي) پروګرامونو له لیارې د کارکوونکو، ناروغانو او ډاکټرانو توانمندول.