​د علی آباد روغتون په اړه معلومات 

د علی آباد روغتون د هیواد په کچه یو له هغه تدریسی او معالجوی روغتونونو څخه دی چی اوږده تاریخچه لری.

د علی آباد روغتون تعمیر د جوړولو کار د 1310  لمریز کال  د غبرګولی په میاشت کی پیل شو او د 1312  لمریز کال د زمری په میاشت د اعلیحضرت محمد نادر شاه شهيد په عصر کی جوړ او کار یی مکمل شو. په پیل کی دغه روغتون د نری رنځ ( TB )  ناروغی د مخنیوی لپاره د ترکیی هیواد د ډاکتر رفقي بیگ تر نظر لاندی په کار پیل وکړ چی له دی امله دغه روغتون د رفقي سنا توريم په نامه یاد شو.

وروسته بیا د نوموړی روغتون نوری برخی هم د اړتیا له امله جوړی شوی او دغه روغتون د نادرشاه روغتون په نامه د روغتیایی خدمتونو عرضه کولو ته دوام ورکړ او تر نن ورځی پوری په مختلفو برخو کی د روغتون د پراختیا له امله د (12 ) ډیپارتمنټونو او (250 ) بسترونو په لرلو سره فعالیت کوی.

موخی :

ټولنی ته د ځوانو روزل شوو ډاکټرانو وړاندی کول، د نړی د هیوادونو په کچه د روغتیایی خدمتونو سټنډرد کول او د مرکز او ولایتونو په کچه ناروغانو او ناروغ لرونکو ته د ښو خدمتونو وړاندی کول

رسالت :

د کابل طبی علومو د پوهنتون د مختلفو پوهنځیو د ډاکترانو او ستاژرانو روزنه او د روغتیایی خدمتونو وړاندی کول او همداراز د هغه ناروغانو پالنه او درملنه چی درملنه یی د پایتخت په نورو روغتونونو کی امکان نه لری، دا ټول د علی آباد روغتون د غړو او فنی پرسونل تاریخی رسالت دی.