نړیوالې اړیکې

دکابل طبی پوهنتون بهرنی اړیکی

  1. د امریکا د لومالیندا پوهنتون
  2. مریکا د نبراسکا پوهنتون
  3. د امریکا د لومالیندا پوهنتون
  4. د فرانسی د لیون پوهنتون
  5.   د جاپان د توکیو پوهنتون
  6. دشمالی  لندن کالج
  7. د واشنګټن د ښار پوهنتون

علمي  همکاری او اړیکی :

دکابل طبی پوهنتون دخپل ستراتیژیک پلان په اساس دکلونوپه ترڅ کی ددوستوهیوادونواوموسساتوهمکاری له ځان سره لرلی ده اودهغی نه یی په مختلفه کچه سره دپوهنتون په مجهز کولواو بیارغاونه ،دعلمی کادردپوهی دسطحی په لوړولو،ددرسی نصاب په نوی کولواونورواکاډ میکواواساسی اموراتوکی ګټه اخیستی ده.ددی رازهمکاریواوعلمی اړیکو څخه کولای شوچی ددوست هیوادجاپان دتوکیودپوهنتون له مرستوڅخه چی دجایکاموسسی له لاری یی دعلمی کادردظرفیت په لوړولو،ددرسی نصاب په نوی کولو،ددرسی میتودونو PBL( problem base learning) ، CBL( case base learning)په عملی کولو کی کړی دی یادونه وکړو.نړیوال روغتیایی سازمان ياWHO دوخت دکابل د طب انسټیټوت د نشراتوشعبی په جوړولو،تجهیزاوفعالولوکی فعاله ونډه اخیستی ده.ددی سربیره نړیوال روغتیایی سازمان دکابل طبی پوهنتون ددرسی نصاب به نوی کولوکی د پام وړمرستی ترسره کړی دی.په دی وروستیو کی دکابل طبی پوهنتون دغوښتنی په اساس دنړیوال روغتیایی سازمان مرستی دکابل طبی پوهنتون سره بیا پیل شوی.چی ددی په اساس نړیوال روغتیایی سازمان دکوریکولوم دودی،لنډمهاله بورسونواوڅیړنیزو پروژولکه دروټاوایرس پروژه کی دکابل طبی پوهنتون سره مرسته کړی ده اودنوموړی سازمان دمسولینو لیدنی کتنی دپوهنتون له رهبری هیات سره دوام لری چی دهغی په اساس دنړیوال روغتیایی سازمان داستازیتوب دفترد۱۳۹۱کال دغبرګولی دمیاشتی په ۱۶نیټه په کابل طبی پوهنتون کی پرانستل شو.دفرانسی هیوادله کابل طبی پوهنتون سره دعلمی کچی د لوړولو او درسی نصاب په نوی کولو کی مرسته کړی ده چی په دی برخه کی د نوموړی هیواد د لیون پوهنتون دهمکاریو څخه کولای شو یادونه وکړو.په دی وروستیو کی له دولت سره خبری شوی دی ترڅودفرانسی هیواددلیون له پوهنتون سره علمی اړیکی له سرڅخه پیل شی دترکیی هیواددعلی آبادروغتون په بیارغاونه اوپه نوموړی روغتون کی داختصاصی شعباتو په رامینځ ته کولواودرفقی بیګ دسناتوریم دپخوانی تعمیرپه جوړولوکی وعده کړی د ه چی په نژدی راتلونکی کی به اجرا شی .همدارازدکابل طبی پوهنتون کدرته یی دماستری بورسونه ورکړی دی.دیادونی وړده چی دجاپان هیواددتوکیودپوهنتون همکاری د JICAجایکا د موسسی لخوا د طبی زده کړو یا Medical Education  په برخه کی ډیره ارزښتناکه وه امادنورو ذکرشویوپوهنتونونو سره همکاری دیو څه مودی را پدیخوا کمزوری شوی ده اوهڅی روانی دی ترڅویوځل بیااړیکی ټینګی شی

 

درخواستی 

Attachments: 

PDF icon Kabul Medical University (2)-min.pdfPDF icon POSTER KA107 - 10 mths-min.pdfPDF icon Staff-week-min.pdfPDF icon teaching staff application form pdf(1).pdfPDF icon USC KA107 faculty coordinators (2)(1).pdf