په ستوماتولوژي تدریسي روغتون کې د زامې جراحي بریالی عملیات ترسره شو
د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند ستوماتولوژي تدریسي روغتون د زامې جراحي ډيپارټمنت ډاکټرانو د یوه ۲۳ کلن ځوان چې د زامې چپې خوا له سخت درد څخه شکایت درلود؛ د زامې جراحي عملیات په بریالی ډول تر سره شول.
دغه ډیپارټمنټ وایي چې دغه ځوان ته عمومي انستیزي ورکړل شوه او د ناروغ غاښ بریالی وویستل شو، همداراز ناروغ له ښه روغتیایي وضعیت سره له روغتون څخه رخصت شو.
د یادونې وړ ده، ستوماتولوژي تدریسي روغتون په دې وروستیو کې په پرمختللو تجهیزاتو باندې سمبال شوی دی چې ډېر پېچلي عملیاتونه پکې ترسره کېږی.