په علي آباد تدریسي روغتون کې د اعصابو جراحي عملیات په بریالي ډول تر سره شو

IT_Director
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۹ - ۸:۵۶
په علي آباد تدریسي روغتون کې د اعصابو جراحي عملیات په بریالي ډول تر سره شو

یو ناروغ چې د ملا ډېسک سره مخ شوی و او د پښو او ملا له درد څخه ځورېدو، د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند علي آباد تدریسي روغتون ته یې مراجعه کړې وه او د یاد روغتون د اعصابو جراحي ډاکټرانو او متخصصانو له لوري یې عملیات په بریالي ډول ترسره شو. 

د علي آباد تدریسي روغتون د اعصابو جراحي متخصص پوهنمل ډاکټر حسیب الله بها نجرابي وايي چې دغه ناروغ له دوه کلونو را هيسې د ملا ډېسک درلود او د ام آر آی معایناتو وروسته تشخیص شو چې د ملا په تیر کې  ۴ او ۵ ډېسکونه یې بې ځایه شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې دغه ناروغ د درمل خوړلو او فیزیوتراپی سره سره بیا هم نه و روغ شوی او د جراحي عملیات په تر سره کولو د نوموړي بې ځایه شوي ډېسکونه د ملا له تیر څخه په بریالي ډول و ایستل شول چې له څو ورځې څارنې وروسته په ښه روغتیایي وضعیت له روغتون څخه رخصت شو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۰ - ۹:۵۴
Background image
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۰ - ۹:۵۱
Background image

سترګو تدریسي روغتون د سترګو پردې بریالی جراحي عملیات ترسره کړ

د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند سترګو تدریسي روغتون د ډاکټرانو او متخصصانو له لوري د سترګو پردې (کترکت) جراحي عملیات بریالی ترسره شو.

د دغه روغتون د ډاکټرانو په وینا د کابل ولایت یو ۶۵. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۹ - ۸:۵۶
Background image

په علي آباد تدریسي روغتون کې د اعصابو جراحي عملیات په بریالي ډول تر سره شو

یو ناروغ چې د ملا ډېسک سره مخ شوی و او د پښو او ملا له درد څخه ځورېدو، د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند علي آباد تدریسي روغتون ته یې مراجعه کړې وه او د یاد روغتون د اعصابو جراحي ډاکټرانو. . .

BACK TO NEWS