سترګو تدریسي روغتون د سترګو پردې بریالی جراحي عملیات ترسره کړ
د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند سترګو تدریسي روغتون د ډاکټرانو او متخصصانو له لوري د سترګو پردې (کترکت) جراحي عملیات بریالی ترسره شو.
د دغه روغتون د ډاکټرانو په وینا د کابل ولایت یو ۶۵ کلن سړي چې دواړو سترګو یې پردې لرلې تر لازمو معایناتو وروسته یې د سترګو جراحي عملیات بریالی تر سره شو.
د روغتون ډاکټران زیاتوي چې د ناروغ حالت ښه دی او د لازمو سپارښتنو وروسته رخصت شو.