د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند طبي انجنیري ټکنالوژۍ ډيپارټمنټ محصلانو له لوري په تېرو څلورو کلونو کې بېلابېل طبي ماشینونه جوړ شوي وو چې نن به د «افغان روغتيا ملي او نړيوال نندارتون» کې نندارې ته وړاندې شي.
په دغه ماشینونو کې د سیروم ګرمولو (Serum Warmer)، د نویو زېږېدلیو ماشومانو د ګرم ساتلو (Infant Warm Care)، د نویو زېږېدلیو او کم وزن لرونکو ماشومانو د مراقبت (Incubator Machine)، د جراحي برخې سیار څراغ (Mobile Surgical Light)، او د ماورا وړانګو په وسیله د میکروب وژلو ماشین (UV Light Sterilizer Machine)، د بستر شویو ناروغانو لپاره د حالت بدلېدونکی برقي چپرکټ، د ناروغانو د انتقال برقي ویلچر او ځينې نور مهم طبي ماشینونه شامل دي.
د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند طبي انجنیري ټکنالوژۍ ډيپارټمنټ د مسوولینو په وینا یاد ماشینونه د نړیوال سټنډرډ مطابق طراحي او جوړ شوي دي چې په اړوندو تدریسي روغتونونو کې به ورڅخه ګټه واخیستل شي
د یادولو وړ ده چې دغه ماشینونونه د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند طبي انجنیري ټکنالوژۍ ډيپارټمنټ د محصلانو د پروژو او عملي کارونو څخه دي چې د هېواد د روغتیايي برخې د پر ځان بسیاینې او داخلي تولیداتو د ترویج په موخه طراحي او جوړ شوي دي.
