د داوطلبۍ خبرتیا

IT_Director
علان داوطلبی

Publish Date

Closing Date

Location پوهنتون علوم طبی کابل

موضوع: په 1402 لمریز کال کې د کابل طبي علومو پوهنتون د تعمیراتو د ترمیم پروژه
  د کابل طبي علومو پوهنتون«ابوعلي ابن سینا» په شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د کابل طبي علومو پوهنتون د 1402 مالي کال د تعمیراتو د ترمیم پروژې په آزاده داوطلبۍ کې ګډون وکړي، د شرط نامې کاپې دې د اعلان له نيټې وروسته تر 21 کاري ورځو پورې د پوهنتون له تهیه او تدارکاتو آمریت څخه په رسمي وختونو کې تر لاسه کړي، د شرطنامې له مطالعې وروسته خپل نرخونه په شرطنامه کې د ذکر شویو شرایطو مطابق او تدارکاتو د طرزالعمل او قانون له مخې مهرلاک شوې بڼه تسلیم کړي، وروسته را رسېدلي یا انټرنېټي آفرونه د منلو وړ نه دي.

د آفر ضمانت په بانکي ډول دی او د آفر خلاصولو جلسه په شرطنامه کې د ذکر شوې نېټې په ورځ  له غرمې مخکې په 10:00 بجو د کابل طبي علومو پوهنتون په مالي او اداري معاونیت کې تر سره کېږي.